Banner

په ټوله پکتيکا کې ٢٠٠٠ کاريزونه اوڅاګان وچ شوي

28.04.2009 12:09

د پکتيکا ولايت اوسېدونکي وايي چې دغه ولايت د ورستيو وچکالۍ له امله سخت ځپل شوى او په سلګونو کاريزونه او څاګانې يې وچې شوې دي.

د کټواز ولسوالۍ يوتن کروندګر زندى خان وايي چې ورستيو وچکاليو يې د ولسوالۍ زيات شمېر کاريزونه وچ کړي چې له امله يې د کروندې ځمکې شاړې او خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

نوموړي وويل(( پخوابه خلکو کروندې درلودې اودڅارويو په ساتنه به يې څه ژوند برابروو خو اوس د وچکالۍ له امله هرڅه لمنځه تللي دي.))
همدارنګه د اومنې ولسوالۍ يوتن اوسېدونکى عمرګل وايي چې د دغه ولايت په ځينو سيمو کې ډول ډول مېوې کېدې چې نور ولايتونو او په ځانګړې ډول پاکستان ته به وړل کېدې خو د وچکالي له امله باغونه وچ شوي او خلکو ته يې سخت اقتصادي زربه رسولې.

که له يوې خوا پکتيکاوال له وچکالۍ سرټکوي خو له بل پلوه په دولت او خيره ټولنو تور لګوي چې د کرنې په برخه کې يې دغه ولايت ته هيڅ ډول پاملرنه نه ده کړې.

دوئ وايي چې په دغه ولايت کې زيات شمېر د اوبو بندونه شته چې که دولت کار ورباندې وکړي نو په زرګونه جربيه شاړه ځمکه به خړوبه کړي او زيات شمر کسان په به په خپلو ځمکو کې په کرکيله بوخت شي.
داپه داسې حال کې ده چې اوس هم هره ورځ په سلګونو افغانان نورهيودانو ته په خوارۍ مزدورۍ پسې تر پولو اوړي.

د پکتيکا ولايت د کرني رييس انجينر محمد امين هم وايي چې په دې ولايت د کرنې او اوبو په برخه کې سترې ستونزې شته چې نه هم مرکزي دولت او نه خيريه ټولنو ورته پاملرنه کړې.
نوموړي زياته کړه که څه هم پخوا د دې ولايت خلکو يوه اندازه خوراکي توکي له خپلو کروندو تر لاسه کول خو د وچکالۍ او نه پاملرنې له امله اوس د د ي ولايت ټول خلک د خوارکي توکو له کمښت سره مخ شوي دي.

انجينرمحمدامين وويل((په تېرو اتو کلنو کې ددغه ولايت نېږدې ٢٠٠٠ کاريزونه او څاګانې د وچکالۍ له وجې وچ شوي دي.

د پکتيکا ولايت والي عبدالقيوم کټوازئ يادې ستونزې مني خو وايي چې په دغه ولايت کې د يو شېمر بندونو جوړول په پلان کې لري چې له هغې ډلې د سيد خيلو د بند جوړولو چارې روانې دي.

نوموړي زياته کره چې په نېږدي راتلونکي کې به د سراوزې ،ښرنې او يوسف خيلو د بندونو جوړولو چارې هم پيل شي.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د ټول هيواد په کچه موسمي بارانونو ته خلک خوښ دي او تمه لري چې نور به له هيواده د وچکالۍ لمن ورټوله شي.


ساحل منګل:پکتيا